اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي كښې د كرونا وائرس وباء مخنيوي په اړه د جمعې په ورځ د لوړې پائې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې به?? هيوادونو څخه د پاكستانيانو په سترو لارو راستونولو لپاره د بيلو اړخونو جاج واخستلې شو۔ په غونډه كښې د هوابازۍ وفاقي وزير غ??ام سرور خان، قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا، اووسيز پاكستانيانو لپاره مرستيال سيد ذوالفقار بخاري، نېشنل سېكورټي لپاره خاص مرستيال ډاکټر معيد يوسف، خارجه سيكتر سهيل محمود، د هوابازۍ ډويژن سيكتر حسن ناصر جامي، د اېن ډي اېم اے چيئرمين ليفټيننټ جنرال محمد افضل، د اېن آئي اېچ اېګزيکټو ډائريکټر جنرل عا??ر اکرام، د شوكت خانم سي اي او ډاکټر فېصل سلطان او د خارجه وزارت سينئر چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په دې موقع شاه محمود قرېشيووئيل وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نيشنل کوآرډينيشن کميټۍ په غونډه كښې په دې لړ كښې په مهمو مسئلو تفصيلي مشاورت شوې دې۔ده ووئيل د كرونا وائرس له امله به?? هيوادونو څخه پاكستان ته د ممكنه راتګ خطر لارې نيولو لپاره نيشنل کوآرډينيشن کميټي په غونډه كښې به?? هيواد څخه په راتلونكو پروازونو د بندېز لګولو پرېكړه وشوه او په دې موقع د صوتحال جاج لپاره ذيلي كميټي هم جوړه كړې شوې٬ دا مهال زياتره هيوادونو كښې د لاك ډاٶن له امله فلاټس آپرېشن معطل دي۔ په دې موقع قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا پاكستان كښې د كرونا د نړيوال وباء د خپرېدو په نوعيت او د رسك اسسمنټ په اړه ګډون كوٶنكو له بريفنګ وركړو۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمين په هوائي ميدانونو د مسافرو د ټيسټ او د قرنطينه سهولت او نورو تيار په اړه ګډون كوٶنكي خبر كړل ۔ ده ووئيل كه يو خوا زمونږ د كار استعداد زياتيږي نو بلخوا د ځپليو شميره هم زياتيږي او زه دا صورتحال پرله پسې مانيټر كوم۔ ده ووئيل چين كښې د ميشته پاكستانيانو زده كوٶنكو د فشار باوجود د دوي د بيرته نه راوستلو پرېكړه وشوه نو نن ھغه زده كوٶن كي زمونږ د پرېكړې ??تا??نه كوي۔ په غونډه كښې په څلورم اپرېل د نړيوال فلاټس بحاليدو په صورت كښې لائحه عمل مرتب كولو په اړه بيل وړاندېزونه رامخې ته شول۔ په غونډه كښې په متفقه توګه رامخې ته شوې وړاندېزونه به د نيشنل کوآرډينيشن کميټۍ په غونډه كښې منظورۍ لپاره وړاندې كولې شي