اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خ??ن ووئيل د کرونا وائرس منفي اثراتو څخه د هېواد معيشت تر ممکنه حده محفوظ س??تل?? د معاشي هلو ځلو د تعطل نه غېر رواني په خاص توګه عام وګړ?? لپاره د روزګار تحفظ باوري كولو وړومبۍ ترجيح ده٬ د كوم هم ممكنه صورتحال له مخې عام وګړو ته آسانۍ وركولو په اړه جامع لائحه دې جوړه كړې شي٬ د خوراك څښاك څيزونو ترلاسه كېدل دې باوري كړې شي٬ د ذخير?? كوٶنكو او د ناجائزه منافع خورۍ ګيلې به هېچرې نه زغملې كېږي٬ د شكايت په صورت كښې به د ذخير?? كوٶنكو په ضد سخته كاروائي كولې شي۔ وزيراعظم دا امر د کرونا وائرس له امله د هېواد معيشت د ممكنه اثراتو بچ كولو په اړه د پېشګي حفاظتي ګامونو پورت?? كولو په اړه د غونډې مشرۍ په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د اق??صادي چارو وزير حماد اظهر، د نېشنل فوډ وفاقي وزيرمخدوم خسرو بختيار، خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، اصلاحات?? لپاره سلاحكار ډاکټر عشرت حسېن، اطلاعات او خپرون?? لپاره د د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان، وفاقي سېكتران او نورو لوړ پورو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د كرونا وائرس له ماله په نړيواله چې په نړيوال معيشت د شوي اغيز په نتيجه كښې د هېواد د معيشت په صورتحال تفصيلي خبرې وشوې۔ د غونډې په مهال د کرونا وائرس په تناظر كښې د هېواد معيشت د هرې ورځې په بنياد د نظر س??تل?? او د پېشګي اق??اماتو تجويز كول?? لپاره د خزانې سلاحكار په مشرۍ كښې بېن الوزارتي کميټي جوړه كړې شوه۔ وزيراعظم عمران خان غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل د کرونا وائرس منفي اثراتو څخه د هېواد معيشت تر ممکنه حده محفوظ س??تل?? د معاشي هلو ځلو د تعطل نه غېر رواني په خاص توګه عام وګړ?? لپاره د روزګار تحفظ باوري كولو وړومبۍ ترجيح ده٬ د كوم هم ممكنه صورتحال له مخې عام وګړو ته آسانۍ وركولو په اړه جامع لائحه دې جوړه كړې شي۔ وزيراعظم عمران خ??ن ووئيل د خوراك څښاك څيزونو ترلاسه كېدل دې باوري كړې شي٬ د ذخير?? كوٶنكو او د ناجائزه منافع خورۍ ګيلې به هېچرې نه زغملې كېږي٬ د شكايت په صورت كښې به د ذخير?? كوٶنكو په ضد سخته كاروائي كولې شي۔ وزيراعظم د اق??صادي چارو وزير حماد اظهر ته امر وكړو چې نړيوال بانك او نورو نړيوالو ادارو سره تماس ونيسۍ دغسې چې د هر ډول ممكنه صورتحال مقابله كړې شي۔