اسلام آباد 08 جنوری(اے پی پی)د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د عراق خارجه وزير د تاؤ تريخوالي نه زياتولو بيان د زېركتيا څرګندونه ده٬د سيمې بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره په تماس كښې يو٬په هند كښې حالات پرله پسې خرابېږي٬د طاقت كارولو سره حالات ښه كېدې ??ه شي۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري بيان له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ا??ريكې او ايران ترمينځه د ا??سني تاؤ تريخوالي په حقله وئېلي دي تېره شپه چې كوم بريد شوې مونږ د هغې جاج اخلو۔د ابتدائي اطلاعات له مخې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده رامخې ته شوې۔ده ووئيل كه د ا??ران خارجه وز??ر جواد ظريف بيان اوكتلې شي نو هغه وئېلي دي ايران تاؤ تريخوالي زياتول نه غواړي٬زه ګڼم چې د هغه دا بيان د سنجيدګۍ او زېركتيا څرګندونه وه۔ده ووئيل بايد ا??ريكا هم محتاط پاتې شي٬په دې ??ړ كښې د سيمې خارجه وزيرانو سره زما رابطې شوي۔تېره شپه د قطر خارجه وزير سره هم تفصيلي خبرې شوې ۔ده ووئيل مونږ ټول هڅې كوو چې په سيمه كښې تاؤ تريخوالې زيات نه شي ځكه چې دا سيمه د تاؤ تريخوالي او جنګ متحمل كېدې ??ه شي٬جنګ د چا په ګټه نه دے ٬دې سره په نړيوال معيشت اثرات مرتب كېږي۔ده ووئيل په دې ??ړ كښې ما تفصيلي بيان سېنېټ او قامي اسمبلۍ كښې هم وركړی خو اوس صورتحال غېر يقيني دے ۔د وخت څخه وړاندې څه وئېل به مناسب نه وي۔خارجه وزير ووئيل په امريكا كښې هم يوه لويه طبقه د جنګ مرسته او د ا??ريكې پوځ په يو نوې جنګ كښې د شاملولو خواهش نه لري خو د دواړو رائے دا وخت موجود دي۔ ده ووئېل پاكستان دا خواهش لري چې حالات خراب نه شي٬پاكستان د ا??ن خوښي لري او غواړي چې چارې د خبرو اترو د لارې وشړلې شي