اسلام آباد 17 جون (اے پي پي﴾ اولس مشر ډاكټر عارف علوي په منطقه كښې امن او اقتصادي خوشحالې لپاره زر تر زره د كشمير شخړې په هواري زور راوړولو سره وئيلي دي پاكستان په افغانستان كښې د امن هڅو او د ??ېو??د د بيا رغونې د عمل پوخ ملاتړ كوي۔ ده دا خبرې د آسټراليا موده ترسره كونكې هائي كمشنرې مارګرېټ اېډمسن سره خپلو خبرو كښې وكړې كومې چې د ګل په ورځ په ايو??ن صدر كښې اولس مشر سره الوداعي ملاقات كولو۔ اولس مشر هائي كمشنرې ته په پاكستان كښې خپله موده په كاميابې پوره كولو مباركي وركړه او وې وئيل پاكستان او آسټراليا ښې اړيكې لري او د دواړو ??ېو??دونو د اولس په ګټه د دې روابطو لا قوي كولو ضرورت دے۔ ده د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د پارلماني روابطو ضرورت په ډاګه كړو۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل د دواړو ??ېو??دونو ترمېنځه شريك تجارت ته د ودي وركولو صلاحيتونو سره هم آهنګ نه دے۔ ده ووئيل بايد دواړه ??ېو??دونه د اوسني اداراجاتي نظام د لارې خپل تجارت لا زياتولو لپاره اقدامات وكړي۔ ده د كركيلې٬ انجينئرنګ٬ توان٬ نينو بائيو ټېكنالوجې٬ داروګانو٬ نرسنګ او د روغتيا په څانګو كښې د آسټراليا د كمپنو لخوا د شريكو پروژو هركلې وكړو۔ د آسټراليا هائي كمشنرې په پاكستان كښې په ښه وخت تېرولو د پاكستاني حكومت او اولس مننه وكړه۔ هغې د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې په آسټراليا كښې د پاكستانې ټولنې خدمات او مثبت كردار ستائيلو سره ووئيل آسټراليا د روغتيا٬ كركيلې٬ِ تعليم پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې پاكستان سره مرستې كولو ته تياره ده۔ هغې په ??ېو??د كښې ?? ترهګرې