اسلام آباد ۔10 جون (اے پی پی) اسلام آباد هائی کورټ مېګا منی لانډرنګ او جعلی اک??ؤن??س رېفر??سز كښې د پاكستان پيپلز ګوند شريك چيئرمېن آصف علی زر??اری عبوری ضمانت كښې د پراختيا درخواست رد كړې۔ په جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر کیانی مشتمل ډویژن بنچ د نېب پراسېكيوټر او د آصف علي زر??اري د وكيل دلائل اورېدلو څخه وروستو مختصر حكم جاري كړو۔ د اورېدنې په مهال د نېب ایډیشنل پراسیکیوټر جنرل جهانزېب بھروانه دريځ خپل كړو چې دا معامله د څلور نيم اربه روپو ټرانزېكشن ده۔ نېب ته د سپريم كورټ د احكاماتو په رڼا كښې پلټنيو له د كوم هم تورن نيولو بشپړ اختيار وركړې شوې۔ ده عدالت ته خواست وك??و چې د تورنو د ضمانت خواستونه دې رد كړې شي۔ ده ووئيل د 28 نورو جعلي اك??ؤن??س په اړه د نېب پلټنې روانې دي۔ جسټس عامر فاروق د نېب پراسېكيوټر ته ووئيل هغه دې دا كېس په ټرائل كښې نه بدلوي او د دلائلو په مهال دې په پاتې شوې كومه نكته دلائل وركړي۔ جهانزېب بھروانه عدالت ته ووئيل زر??اری ګروپ او نورو كمپنيو سره د اے ون انټرنېشنل او عمېر اېسوي سي اېټس اك??ؤن??س د لارې د اربونو روپو ټرانزېكشن شوې۔ د طلعت اسحاق كېس حواله وركولو سره ده ووئيل سپريم كورټ د تورن د نيولو نېب ته اختيار وركړې ؤ ۔ جسټس عامر فاروق ووئيل دا اختيارات د ضمانت نه وړاندې ګرفتارۍ معامله كښې وركړې شوې وو۔ د آصف زر??اری وکیل فاروق اېچ نائیک ووئيل زما موكل د جعلي اك??ؤن??س پرانستلو په اړه د مرستې كولو تورن نه دے۔ د نېب چيئرمېن د ګرفتارۍ وارنټ جاري كولو اختيار نه لري۔ دغسې ټرائل كورټ تورنو ته د تورونو فهرست هم وركړې نه دې۔ ده ووئيل يواځې ټرائل كورټ په دې مهال د ګرفتارۍ وارنټ جاري كولې شي۔ ده عدالت ته خواست وك??و چې نېب دې رېفر??سز كښې زما د موكلينو په ضمانت كښې لا پراختيا وك??ي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اسلام آباد هائي كورټ د روان كال په مهال 28 مارچ څخه د دائر شوي پټيشنز څخه وروستو د تورن په عبوري ضمانت كښې 5 وارې پراختيا كړې وه