اسلام آباد 07 جون (اے پي پي﴾ د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي په سم??در كښې د پاك بحريه د جنګي جهاز دوره وكړه٬ د بحريه مشر په جهاز تعينات افسرانو او ځوانانو سره اختر ولمانځلو او د دوي د جذبې ئې ستائنه وكړه۔ د پاك بحريه وياند له مخې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي ځوانانو ته په خپله وېنا ك??ې ووئيل چې د اختر په موقع د وطن د دفاع په خاطر د خپلوانو نه لرې په سم??در كښې په اختر تېرونكو افسرانو او ځوانانو قوم فخر كوي۔ ده ووئيل چې د وطن د دفاع مقدس وظيفه په خپلو ذاتي خوشحالو مقدم ساتل د پاك بحريه روايت پاتې شوے۔ ده ووئيل چې پاك بحريه په هر ډول حالاتو كښې د هېواد د سم??دري پولو حفاظت او دفاع لپاره تل تياره ده۔