اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار د پلاننګ كمېسون د دوهم چيئرمېن په حېث د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې د خالص هائيډل منافع په معامله غور لپاره د شريكې ګټې كونسل لخوا د جوړې كړې شوې كمېټۍ د غونډې مشري وكړه۔ د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ توان ٬ پاور ډويژن ٬ منصوبه بندۍ او آبي وسائلو لپاره سلاحكار او د آئي پي سي وزارتونو سېكترانو ٬ د توان ممر او د اړوند وزارتونو لوړ پ??رو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د تكنيكي ذيلي كمېټے په راپور د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې پ?? دې معامله د ټولو شراكت دارو خېبر پښتونخوا ٬ پنجاب او واپډا په نقطه نظر هم غور وشو۔ وفاقي وزير د دې اميد څرګندونه وكړه د خالص هائيډل منافع تعين پحقله به ټول معاملات حل كړې شي۔ كمېټۍ پ?? دې سلا شوه چې صوبو ته د خالص هائيډل منافع وركول آئينې ذمه واري ده۔ كمېټۍ پ?? دې لړ كښې نور غور لپاره سلا وكړه دغسې چې ??عاملو زر حل ولټولې شي او د شريكې ګټې كونسل په راتلونكې غونډه كښې ئې راپور وړاندې كړې شي۔