اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) نيوزي لېنډ كښې د شهيد شوي پاكستاني مېړني وګړي ??عيم راشد مور ته وېزه جاري كړې شوې۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د نعيم راشد شهيد په آخري رسوماتو كښې ګډون كولو له دده د مور خواهش نظر كښې نيولو سره دې ته په سمدستي توګه د وېزې جاري كولو له د خارجه وزارت چارواكو ته امر كړې وو۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د نعيم راشد مور ته وېزه جاري كړې شوه اوس دا د خپل ??وي په آخري رسوماتو كښې ګډون كولې شي۔ خارجه وزير دې څخه وړاندې يو ميډيا بريفنګ كښې وئيلي وو چې مونږ د پېښې باقي پاتې شهيدانو كورنيو سره رابطه كښې ي?? دوئي ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ بلخوا خارجه وزارت د نيوزي لېنډ پېښې په اړه يو كرائسز مېنجم??ټ سېل هم جوړ كړې دې دغسې چې د شهيدانو خپلوانو ته د پېښو مسئلو په وخت ازاله وكړې شي۔