اسلام آباد 05 مارچ(اے پي پي) د خا??جه چارو وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د سوئيلي پنجاب پشمول د ټولو پاتې سيمو تعمير او پرمختګ ته حكومت پاملرنه كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ملتان بېلا بېلو يونين كونسلو نمائندګانو سره خپلو خبرو كښې كړې دي چا چې د نهې په ورځ په خا??جه وزارت سره وفاقي وزير سره ملاقات كړې۔ اولسي نمائندګانو مخدوم شاہ محمود قرېشي ته په كاميابه سفارتكارۍ مباركي وركولو سره د ګلونو ډالۍ وړاندې ك??ه۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د سوئيلي پنجاب پشمول د ټولو پاتې سيمو تعمير او پرمختګ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل د سوئيلي پنجاب د اولس د محرومو ازالې لپاره په عملي توګه هڅې كوٶ۔ په دې موقع اولسي نمائندګانو د سوئيلي پنجاب تعمير او پرمختګ ته په خاص پاملرنه كولو د وفاقي وزير مننه وكړه