اسلام آباد 21 ??سم??ر (اے پی پی) د كورنيو او ودانيو وفاقي ??زي?? طارق بشير چيمه وئيلي دي چې مونږ د بهاولپور صوبه غواړو٬ بې شكه ريفرنډم دې وكړې شي٬ چې اولس كومه پرېكړه وكړي٬ هغه دې قبوله كړې شي٬ د حكومت اتحادي يو او ورسره به ولاړ يو۔ د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې اولس مونږ ته خپله نمائندګي راكړې او پارلمان ته ئې رالېږلي يو٬ مونږ د بهاولپور حقونو لپاره په وړومبي صف كښې ولاړ يو۔ مونږ ??مه??ريت خوښي يو او په ??مه??ري ډول مو په پارلمان كښې د بهاولپور صوبې غوښتنه كړې۔ ده ووئيل چې په دې معامله دې بې شكه ريفرنډم وكړې شي٬ چې اولس كومه پرېكړه وكړي ٬ هغه دې قبوله كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د حكومت اتحادي يو او ورسره به ولاړ يو۔ ده ووئيل چې د ??زي??اعظم عمران خان په مشرې كښې هېواد د پرمختګ او خوشحالې په لار روان دے