اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) سېنېټ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور اعظم موسٰی خيل په مړينه تعزيتي قرارداد منظور كړې دې ۔د ګل په ورځ ?? سېنېټ غونډه كښې حكومتي ډلې مشر سناتور شبلي فراز تعزيتي قرارداد وړاندې كړو۔قرارداد كښې وئېلي شوي وو دا ايوان د سردار اعظم موسٰی خيل په مړينه د غم دړد څرګندونه او د هغه د كورنۍ سره د يو والي څرګندونه كوي۔سردار اعظم موسٰی خيل د خپلې سيمې اولس لپاره په زړه پورې كار كړې٬هغه په 2002 كښې د صوبائي اسمبلۍ غړې ټاكلې شوې و٬مارچ 2015 كښې بلوچستان څخه په جنرل چوكۍ سناتور ټاكلې شوې او د سېنېټ د قواعد٬ضوابط او استحقاق قائمه كمېټۍ چيئرمېن په حېث فرائض ترسره كولو نه علاوه د كابينه سېكرټرېټ٬بين الصوبائي رابطې٬پسمانده سيمو او پیټروليم لپاره د قائمه كمېټو غړې هم پاتې شوې٬هغه په سېنېټ كښې په شوې قانون سازۍ او قامي مهمو چارو بحث كښې برخه اخستې٬هغه د بلوچستان مسئلو حل له چمتو ؤ ٬د هغه قامي او سيمه اي?? خذمات به عمر له ياد ساتلې شي٬لوے څښتن دې هغه له د خپل رحم په پلو كښې ځ??ې ځ??ې وركړي