اسلام آباد ۔ 6 نومبر (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې د پیپلز ??وند سینئر لارښود خورشید شاه وئيلې دي د ایوان ماحول سم ساتل د حک??مت لپاره ښه ده ٬ بايد هغوي ته دا معلومه شي٬ د اسلام آباد پخواني هوائي ميدان د بينظیر بھټو په نام منسوب کړې شوې ؤ، اوس هغې له بيا د نور خان ایئربیس نامه وركړې شوې۔ د نهې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې خورشید شاه د اعتراض په نکته ووئيل بينظیر بھټو د جمهو??یت ماډل ؤ٬ د هغې په نامه د اسلام اباد هوائې مېدان ؤ خو اوسنې نوې هوائي ميدان د بے نظير بهټو په نامه نه دې٬ ده ووئېل مونږ جمهوری او امن خوښې وګړي يو مونږ دغې لپاره احتجاج نه دې كړې ٬ بيا هم تيره شپه د وزیراعظم هېواد ته د راستنيدو خبر مو اوريدلې ؤ چې هغه نور خان ایئربیس ته رارسيدلې۔ ده ووئيل تيره ورځ پارلمان كښې چې كومه ناوړه پېښه رامخې ته شوي په هغې سپیکر ټول ګوندونه رابللې وؤ۔ مو??ږ هلته يو ساعت انتظار کړې ؤ ولې د حک??مت سره تعلق لرونكې يو غړې هم رانغلو۔ده ووئېل ماحول حک??مت له سمول دي ٬ د سپكو تورو نظام نه چلېږي