اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) اطلاع??ت ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې وزارت د آزادۍ ورځ په قامي جوش جذبه لمانځلو لپاره انتظامات بشپړ كړي دي ۔ د پاكستان ټېلي ويژن كارپورېشن او شاليمار رېكارډنګ كمپنۍ چېنل اے وي ټي به د اوږدې دورانيې خاص خپرونې وړاندې كوي٬ اے پي پي د آزادۍ ورځې دستورو په لړ كښې د كېدونكو بېلا بېلو پراګرامونو سېمينارونو٬ مباحثو او ټاك شوز كورېج لپاره كوټلې ??نتظامات كړې دي۔ پي ټي وي د آزادۍ ورځ په مناسبت سره د اګست وړومبې نيټې څخه تر 14مې نيټې د خاص خپرونو اهتمام كړې چې پكښې نه ??وازې د تېر وخت هلې ځلې ??لكې پياوړې سباٶن هم رامخې ته كړې۔ قامي خبر رسنې ادارے اے پي پي هم د آزادۍ ورځ په مناسبت سره د دستورو په لړ كښې د كېدونكو بېلا بېلو پراګرامونو سېمينارونو٬ مباحثو او ټاك شوز كورېج لپاره كوټلې ??نتظامات كړې او په دې لړ كښې انګليسۍ٬ اردو٬ پښتو٬ عربۍ ٬ سرائيكۍ ٬ سندھئۍ او بلوچۍ كښې د خاص خبرونو اجراء سره سره وېډيو نيوز سروس به هم د جشن آزادۍ په لړ كښې خاص پېكجز وړاندې كوي۔ اے پي پي به د آزادۍ ورځ په موقع د اولس مشر او وزيراعظم پ??غامونه ??م جا??ي كوي