اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) پخواني اولس مشر او د پاكستان پيپلز ګوند صدر آص?? علي زرداري په سياسي كاركنانو د ترهګرې اېكټ له مخې د مقدمو داخل كولو سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې د هېواد آئين د جهموري آز??دې ضمانت وركوي٬ د رائې د اظهار په آز??دې قدغن د قبلولو وړ نه دے۔ د پيپلز ګوند د مېډيا سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې آص?? علي زرداري ووئيل چې سياسي كاركنان د جهموريت طاقت وي۔ ده ووئيل چې د پاكستان پيپلز ګوند په د??ر كښې كوم سياسي قېدي نه و۔ ده ووئيل چې د كنځلو سياست د جمهوريت دښمن دے د چا په خوله چې كنځلې وي٬ هغه به اولس ته څه وركړي۔ آص?? علي زرداري په دادو كښې د پيپلز ګوند د كانديد په لاريون د ډزو غندنه وكړه او د سندھ حكومت ته ئې وئيل چې تورن ګرفتار كړي۔ ده د ګوند كاركنانو ته ووئيل چې د زغم نه كار وا??لي او په سوله ايز ډول دې انتخابي كمپائن ته د??ام وركړي۔