اسلام آباد ۔ 11 جولائی (??ے پی پی) د واپډا ټول افسران به د دوه ورځو تنخا او د ګرېډ 1 څخه تر د ګرېډ 16 ملازمين به د يوې ورځې تنخا ديامر بھاشا او مهمند ډېم فنډ ته وركوي۔ د واپډا وياند ترمخه د ديامر بھاشا ډېم او مهمند ډېم جوړولو له ياد كړې شوې فنډ د سپريم كورټ تاريخي پرېكړې په رڼا كښې جوړ كړې شوې دغسې چې په هېواد كښې د اوبو په ??ند?? سره زياتېدونكې حاجت ترسره كړې شي۔ د واپډا افسرانو او ملازمينو لخوا ډېمز له جوړ كړې شوي فنډ ته د عطيې وركولو پرېكړه د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرل مزمل حسېن (ریټائرډ) په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې وشوه۔ دا خبره د?? ښكاره وي چې په ټول هېواد كښې د واپډا د افسرانو او ملازمينو شمېره 17زره 500 څخه زياته ده