اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د اسلامي نړۍ په علماﺀ كرامو زور راوړې چې هغوي د اجنبي كلتور مقابلهې او د اسلامي كلتور ساتنې له په علمي كچه كوټلي ګامونه پورته كړي دغسې چې نړۍ د فكري انتشار څخه ساتلو سره د كاميابۍ و خېر ښېګړې په لاره روانه كړې شي۔ د اسلامي نړۍ مفكرين او علماﺀ كرام د انتها خوښۍ مقابلې كولو له بايد علمي انداز خپل كړي۔ ده دا خبره د شورؤ په ورځ د مصر ستر مفتي ډاكټر شوكي ابراهيم عبد الكريم سره خبرو كښې وكړه۔ چا چې د خپل پلاوي سره ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال ?? مذهبي چارو وفاق?? وزير سردار محمد یوسف، د مصر سفیر احمد محمد فضل یعقوب او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د مصر مفتي اعظم د پاكستان دوره به د دواړو هېو??دو??و ترمينځه اړيكې لا پراخه او ژورې كړي۔ ده ووئيل دواړه هېو??دو??ه د نړيوالو چارو په اړه يو ډول رائې لري او په نړيوالو فورمنو د يو بل ملګرتيا كوي۔ اولس مشر ووئيل نړۍ د پېښو مسئلو څخه خلاصولو له د قرآن كريم او سنت مطهره په رڼا كښې جاج اخ??تو سره سره د انتها خوښۍ مقابلې له بايد تګلاره وضعه كړي۔ ده ووئيل د انتها خوښۍ په ضد د پاكستان نزدې د دوه زرو علماﺀ كرامو فتوی د دغې لړۍ يوه كړۍ ده۔ اولس مشر د اسلام خپر??دو په لړ كښې د جامعه الازهر د خذماتو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان او مصر علماﺀ كرامو ترمينځھ يو بل سره د فكر بدلولو لړۍ بايد روانه وساتلې شي۔ په دې لړ كښې جامعه الازهر مهم كردار ترسره كولې شي۔ مفتی اعظم ډاكټر شوكي ابراهیم عبدالکریم په دې مهال ??ولس مشر ته د مصر اولس مشر عبد الفتح سيسي لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو۔ ده ووئيل د پاكستان او مصر اړيكې مضبوطې دي او راتلونكو ورځو كښې به دا لا پراخه شي۔ په دې مهال ??ه د خپل او مصري اولس لخوا پاكستاني اولس ته د پاكستان ورځې مباركي وركړه۔ ده د ترهګرۍ په ضد د پاكستان علماﺀ كرامو فتوی د انتها خوښۍ مقابلې په لړ كښې يو مهم دستاوېز وګرځولو