اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) اولس ??شر ممنون حسېن وئېلي دي د هېواد پرمختګ او خوشحالي د اولس خېرښېګړی سره تړون لري٬د غربت خاتمې هڅو په نتيجه كښې به د مېرمنو روزګار او د هغوي بااختياره كولو په پلو زيات په تندۍ سره پرمختګ وكړې شي٬د بي آئ?? اېس پي د نېشنل سوشو اكنامك رجسټري پروګرام له مخې به اړوندې ادارې زياتې آسانې او سپيځلتيا سره د ټولنې غريبو خلقو او كورنيو ته ورسي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام تر سيوري لاندې د نېشنل سوشو اكنامك رجسټري پروګرام پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ډستورې ته د بي آئ?? اېس پي مشرې ماروي مېمن او وفاقي سېكتر عمر حميد خان هم وېنا وكړه۔په دې موقع وفاقي وزيران٬د پارلمان غړي٬د بېلا بېلو هېوادونو سفارتكار او ځانګړې شخصيات هم موجود وو۔اولس ??شر ووئيل د بي آئ?? اېس پي د لسو كلونو په ترسره كېدو د نېشنل سوشو اكنامك رجسټري پروګرام پرانسته ما لپاره د خوشحالۍ خبره ده٬ اولس ??شر ووئېل باور لرم چې د دې پروګرام له مخې به اړوندې ادارې غريبو خلقو او كورنيوته په آسانۍ او سپيځلتيا سره ورسي۔ده ووئيل پاكستان د آبادۍ په اعتبار د نړۍ شپږم لويې هېواد دے۔دا آبادي مونږ لپاره د سرمايې او طاقت حېثيت لري ځكه چې زمونږ د قام د 60 فيصدو نه زياته آبادي د ځوانانو ده بايد زمونږ وړومبۍ ترجيح دا وي چې ځوانانو ته تعليم او په خاص توګه وظيفائي تعلي?? وركړې شي۔اولس ??شر ممنون حسېن ووئيل د بي آئ?? اېس پي دا پروګرام هم د دې لړۍ يوه كړۍ ده۔زه هيله لرم چې د پاكستان اولس به په دې نيك كار كښې بشپړه مرسته وكړي۔اولس ??شر ووئيل د رجسټري له مخې د رجسټرېشن اهدافو ترلاسه كولو لپاره سروے د ستائنه وړ ده۔دستورې ته د بي آئ?? اېس پي مشرې ماروي مېمن هم وېنا وكړه او وې وئې?? نن د نېشنل سوشو اكنامك رجسټري پروګرام پرانسته يو لويې اقدام دے۔په دې موقع وفاقي سېكتر عمر حميد خان د دستورې ګډون كوونكي د بي آئ?? اېس پي د كاميابو او د رجسټري پروګرام د ګټې او مقاصدو نه خبر كړل۔د دستورې په پاې كښې اولس ??شر د لسو ضلعو څخه مالي مرستې لپاره اهل ګرځولې شوو مېرمنو ته انروليمنټ سرټيفيكټس ه?? وركړل