لاهور19جنوری(اے پی پی ) د هېواد نوموړې ليكوال ٬ مصنف او ډرامه نګار منير احمد قر??شي المعروف منو بھائي د 84 كالو په عمر كښې لاهور كښې په حق رسېدلې دے ۔ د جنازې لمونځ څخه وروستو دې مياني اديره كښې خاورو ته وسپارلې شو۔ دې څه مودې څخه د ګردو او زړه ناروغتيا په سوب يو ځائي روغتون كښې بستر ؤ چرته چې هغ?? د جمعې په ورځ په حق ورسېد۔ منو بھائي د فرورۍ په 6 نېټه كال 1933ء وزیر آباد كښې زېږېدلې ؤ۔ منیر احمد قر??شی باندې د منو بھائي نامه احمد ??ديم قاسمي اېښې وه ٬ په 7جولائی 1970ء كښې اردو ورځپاڼه كښې د هغ?? اولنې كالم خپور شوے ؤ۔ دې څخه وروسته هغ?? ورځپاڼو كښې د زرګونو په شمېر كالمونه وليكل۔ هغ?? پي ټي وي لپاره سونا چاندی، جھوک سیال، دشت اور عجائب ګھر او داسې نورې ځانګړې ډرامې ليكلې دي ۔ په كال 2007 كښې ورله د غوره كاركردګۍ په ترسره كولو صدارتي تمغه وركړې شوه۔ د هغ?? په مړينه اولس مشر ممنون حسین، وزیراعظم شاهد خاقان عباسی، پخواني وزيراعظم نواز شریف، د قامي اسمبلۍ سپيكر ایاز صادق ، د پنجاب اعلی وزير شهباز شریف، د تحریک انصاف چیئرمېن عمران خان ، د پيپلز ګوند چيئرمېن بلا??ل بھټو او شریک چیئرمین آصف زرداری ، د مسلم لیګ (ق) مشر چوهدری شجاعت حسین او مرکزی لارښود پروېز الهي په شمول نورو شخصياتو د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ اولس مشر د غمرازۍ خپل پېغام ك??ې ارواښاد له د بخښنې دعا وكړه۔ هغ?? غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل د ادب او صحافت په څانګه كښې به د هغ?? خذمات ټول عمري ياد ساتلې شي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی هم د منو بھائي په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔ دغمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل منو بھائي د علم او ادب يو داسې روښانه ستورے ؤ چې رڼا به ئې تر پېړيو پېړيو خوره وي