اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د قامي احتساب بيورو( نېب) چيئرمېن جسټس(ر)جاوېد اقبال د بلوچستان پھ كوټه د وفاقي حكومت په بېلو محكمو كښې په جعلي ډوميسائل د بهرتې شوو كسانو د راپورونو نوټس اخستو سره د اسټېبلشمنټ وفاقي سېكتر څخه د بلوچستان په ډوميسائل د بهرتي كې??ونكو افسرانو او اهلكارو راپور غوښتې دے ٬ دغسې د جعلي ډوميسائل جاري كولو په اړه نورې پلټنې دې وكړی شي كومې چې د ذمه وارو په ګوته كولو لپاره ضروري دي۔د نېب ??يئرمېن جسټس(ر)جاوېد اقبال د اسټېبلشمنټ سېكتر څخه د آغاز حقوق بلوچستان پیكج له ??خې د وفاقي حكومت پھ بېلو محكمو كښې د بهرتي كې??ونكو افسرانو او اهلكارو تفصيلي راپور هم غوښتې چې د آغاز حقوق بلوچستان پیكج له ??خې وفاق او په بلوچستان كښې په څومره چوكو د بهرتۍ منظوري وركړی شوې٬څومره كسان په وفاق او بلوچستان كښې په ځاې كړی شوي او څومره چوكۍ ??ر اوسه خالي پرتې دي او په خالي چوكو آغاز حقوق بلوچستان پیكج له ??خې تراوسه بهرتۍ ولې نه ده شوې